د بشري حقونو څېړونکو؛ طالبان د پخوانیو حکومتي ځواکونو په وژلو تُرن کړل

لخوا Aamaj News

د بشري حقونو څېړونکو د سه شنبې په ورځ (۹ قوس) د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبانو په یو لړ بریدونو کې؛ یوازې څلورو ولایتونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان په صحرایي ډول اعدام کړي او یو شمېر کسان په احباري ډول ورک شوي.

د بشري حقون څېړونکو د راپور له مخې دا اعدامونه د اګېسټ او اوکټوبر میاشتو ترمنځ په غزني، هلمند، کندهار او کندز کې شوي دي؛ خو باورونه په دې دي چې ورته پېښې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې ترسره شوې دي.

څېړونکو دا شواهد او مالومات له هغه ۶۷ کسانو څخه د ټلیفوني، مخ په مخ، عیني شاهدانو، خپلوانو او د حکومت پخوانیو چارواکو سره د مرکو له لارې ترلاسه کړي.

د یاد راپور له مخې طالبان د حکومتي کارکوونکو د کاري سوابقو د څېړنې څخه په ګټې اخیستنې سره خلک تشخیص، او اعدام کړي. له دې ورهاخوا په یاد راپور کې راغلي چې د طالبانو رهبرۍ د افغانستان تېر حکومت د امنیتي ځواکونو غړو ته امر کړی چې تسلیم شي او یو د مصعونیت لپاره یو لیک ترلاسه کړي؛ خو طالبانو له یاذ بهیر څخه په ګټې اخیستنې، د افغانستان پخواني حکومت امنیتي ځواکونه تشخیص او په صحرایي ډول اعدام کوي. او یا هم له نوم لیکنې څو ورځې وروسته دوی په اجباري ډول ورکېږي او بیا وروسته یې خپلوانو مړي موندلي دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېر کسانو د طالبانو اړوند انتقام اخستونکي حس لرونکو کسانو له ویرې هېواد پرېیښی او یا هم کوم چې پاتې دي په پټ ډول ژوند کوي.

طالبانو تر اوسه د بشري حقونو څېړونکو دغه تُرونو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ