د طالبانو د صدراعظم مرستیال: حکومت د فساد زغم نه لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د صدراعظم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، نن (سه شنبه، د سلواغې ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي لیو ډیپېنګ او په کابل کې د یا بنسټ د پولیو پروګرام مسوول حامد جعفري سره ولیدل.

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان خلکو سره د روغتیا نړیوال سازمان له کړنو او مرستو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی؛ چې حکومت د روغتیا، پولیو او نورو برخو له پروګرامونو سره بشپړه همکاري کړي.

حنفي زیاته کړې؛ د روغتیا پروګرام تر پوښښ لاندې سیمې ته باید پراختیا ورکړل شي او حکومت په ګټور ډول دې برخه کې د جوماتونو، د علماوو د شوراګانو او امر بالمعروف د عامه پوهاوي له کمپاینونو سره د پولیو کمپاین د ترسره کولو، برخه کې همکاري کړي.

عبدالسلام حنفي د روغتیا له نړیوال سازمان غوښتي، چې د کرونا ویروس د نوې بڼې د پېژندلو لپاره کېټونه او په تېرو څلوېښت کالونو کې د جګړو، بمباریو او د باروتو د بېلا بېلو ډولونو د ګټې اخیستنې له امله پر سرطان ناروغۍ د اخته کسانو لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي همداشان ټینګار کړی، چې حکومت د فساد زغم نه لري او غیر دولتي سازمانونه باید له فساد څخه د مخنیوي په موخه طرزالعملونه په جدي ډول مرعات کړي.

په یاده لیدنه کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي د روغتیا پروګرام د ترسره کولو په اړه مالومات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده چې تراوسه ۲۳۰۰ کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه د یاد پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي او هڅې روانې دي تر څو تر ۲۰۲۳م کال پورې یې د دوام لپاره سرچینې ترلاسه شي.

ډیپېنګ زیاته کړې؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، ۵۰۰ متریک ټُنه درمل او روغتیایي توکي یې افغانستان ته راوړي او د یو روڼ مېکانېزم له لارې د یاد هېواد ټولو روغتیايي مرکزونو ته وېشل کېږي.

په یاده لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو پروګرام مسوول حامد جعفري د پولیو کمپاین د ترسره کولو په برخه کې د طالبانو له همکارۍ ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه له پینځو کالونو د کم عمر لرونکي ۷ میلیونه ماشومان واکسین شوي.

جعفري همداشان زیاته کړې؛ چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د پولیو د پېژندنې لپاره یو لابراتوار جوړېږي چې د ویروس پېژندلو سربېره به د درملنې لپاره هم ترې ګټه اخیستل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ