طالبان: د بشري حقونو سازمانونه باید له خپلو شل کلنو ترسره کړو جنایتونو څخه راپور ورکړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو مرستیال ویاند، انعام‌الله سمنګاني نن (سه شنبه د سلواغې ۱۲ مه) په یو ټویټ کې لیکلي؛ چئ د امنیت له راتلو وروسته، او د بشري حقونو سازمانونه د دې پر ځای چې په تمه کېني چې څه وخت یو کس وژل کېږي تر څو دوی یې راپور کړي، باید د تېرو شل کالونو د جنایتونو له قربانیانو راپور ورکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د بشري حقونو سازمانونه باید ولاړ شي او د یرغلګرو د شل کلنو جنایتونو قربانیان پیدا کړي او د دوی دردونکي پېښو څخه نړۍ خبره کړي.

د سمنګاني په وینا؛ دغه سازمانونو په خپلو راپورونو کې د تېرو شل کالونو جنایتونو باندې پرده اچولې.

د طالبانو مرستیال ویاند په داسې مهال کې دا څرګندونې کړي چې تازه اسوشیټډپرس د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، انتونیو ګوترش څخه په نقل قول راپور ورکړی، چې د هغه پیاوړو تورونو پر بنسټ چې دوی ته رسېدلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پخواني حکومت څه باندې ۱۰۰ امنیتي ځواکونه او د نړیوالو ځواکونو همکاران په ناقانونه او له قضل پرته وژل شوي.
انتونیو ګوترش ویلي، چې د عمومي عفوې سربېره، له دې ډلې ډېری کسان د طالبانو یا د دوی اړوند کسانو له لوري وژل شوي.

خو طالبان د پخواني حکومت ۱۰۰ امنیتي ځواکونو د وژل کېدو په اړه راپورونه غلط بولي او زیاتوي چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته هېڅوک نه دي وژل شوي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

SCAD Atlanta Radio November 5, 2023 - 9:03 am

Great post Thank you. I look forward to the continuation.

ځواب

یو نظر پریږدئ