د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پخواني حکومت له سقوط وروسته د تېر حکومت د ۱۰۰ امنیتي ځواکونو او د بهرنیو ځواکونو همکارانو وژلو په تړاو د اسوشیټډپرس راپور رد کړ.
د طالبانو د کورنی چارو وزارت وایي چې له عمومي عفوې وروسته د طالبانو لخوا هېڅوک نه دي وژل شوي.
دغه وزارت زیاتوي: “له عمومي عفوې وروسته، هېچاته اجازه نشته چې چاته زیان ورسوي، که د شخصي انتقام اخیستلو له امله کومه پېښه ترسره شوې وي، هغه موږ څېړلې او ترسره کوونکو ته مو یې سزا ورکړې.”
دا په داسې حال کې ده؛ چې تازه اسوشیټډ پرس د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي څخه په نقل قول راپور ورکړی چې د هغه پیاوړو تورونو پر بنسټ چې دوی ته رسېدلي، طالبانو د پخواني حکومت ۱۰۰ امنیتي ځواکونه او هغه کسان چې نړیوالو ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې وه، په ناقانونه او پرته له قضا وژلي دي.
انتونیو ګوترش ویلي؛ چې د عمومي عفوې سربېره له دې ډلې ډېری کسان د طالبانو او یا په دوی پورې د تړلو کسانو له لوي وژل شوي.