حنفي: افغانستان کې امنیت تامین دی او په هېواد کې د پانګوالو لپاره د پانګونې لارې چارې برابرې شوي

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني نن (یکشنبه د سلواغې ۱۰ مه) په یو ټویټ کې د طالبانو حکومت صدراعظم ملا محمد حسن آخند د مرستیال عبدالسلام حنفي او کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای له لیدنې خبر ورکړ.

په یاده لیدنه کې حنفي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ترکي پانګوالو لپاره د پانګونې لارې چارې برابرې شوې دي.

عبدالسلام حنفی همداشان ویلي، چې افغانستان کې امنیت تامین شوی او دا د پانګوالو لپاره دا لارې چارې برابروي تر څو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

په دوام کې انعام‌الله سمنګاني د ترکیه له سفیر جهاد ارګین اي څخه په نقل لیکلي، چې له افغانستان سره د یاد هېواد مرستې دوام لري.

د یادونې وړ ده؛ چې د طالبانو حکومت د صدراعظم مرستیال عبدالسلام حنفي په روڼ ډول د یاد هېواد د مرستو له ویش څخه ډاډ ورکړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ