مولوي شمس‌الدین شریعتي د طالبانو لوی څارنوال په توګه وټاکل شو

لخوا Aamaj News

طالبان حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني نن (یکشنبه د سلواغې ۱۰ مه) په یو ټویټ کې ویلي چې د حکومت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ، د اوبو، مالدارۍ او کرهنې وزارت پخوانی معین مولوی شمس‌الدین د افغانستان لوی څارنوال په توګه وټاکل شو.

د سمنګاني د څرګندونو پر بنسټ، مولوي شمس‌الدین شریعتي د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د انعام‌الله سمنګاني د وینا پر بنسټ، مولوي شمس‌الدین شریعتي د پکتیا او وردګ ولایتونو د والي، د بدخشان جهادي مسوول، د دعوت او ارشاد کمیسیون مرستیال او همداشان له ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي او شکایتونو کمیسیون د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ