طالبان: نظام د بشپړېدو په لور روان دی او د اقتصاد او د بانکونو د سقوط محاسبې غلطې ثابتې شوې

لخوا Aamaj News

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي وایي چې نظام د بشپړېدو په لور روان دی.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې د بانکونو د سقوط او اقتصادي له منځه تګ محاسبې غلطې ثابتې شوې او وضعیت له هر اړخ څخه مدیریت شوی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه د یاد سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل؛ چې د دغه هېواد وضعیت د له منځه تګ په حال کې دی.

نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړې؛ چې افغانستان په “نري تار” ځړول شوی چې لاملونه یې، د یاد هېواد میلیونونه کسانو له قحطۍ سره مخ کېدل او په نږدې وخت کې د ښوونیزو او ټولنیزو خدمتونو د سیستمونو له منځه تګ دی.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بېوزلۍ او لوږې شمېرې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې اسازې دیبرا لاینز د (مرغومې په ۲۹ مه) د طالبانو حکومت په لومړی اقتصادي ناسته کې وویل چې “د افغانستان نیم خلک له لوږې او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي او خوار ځواکي هم نږدې د یو میلیون افغان ماشومانو ژوند ګواښي.”

له دې سره؛ په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د پښتورګو او لوڼو د پلورلو ګرم بازار یو ځل بیا د نړیوالو رسنیو سرخط جوړ شوی او زیات شمې خلکو د لوږې او بېوزلۍ له امله د خپلو لوڼو او پښتورګو پلور ته مخه کړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ