د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د اُسلو ناسته له لاسته راوړنو ډکه وه

لخوا Aamaj News

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي نن (چهارشنبه د سلواغې ۶ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اُسلو ناسته له لاسته راوړنو ډکه بللې او ویلي یې دي؛ چې یاده ناسته کې د بشري مرستو، بانکي محدودیتونو لرې کولو او د مرکزي بانک ذخیرو د آزادولو په اړه ګټورې او جدي خبرې اترې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د قوانینو وضع کول، نوي سیاستونه، لاسته راوړنې او پروګرامونه د اروپایي هېوادونو استازو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو سره شریک کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ چې یاده ناسته کې د ښځو حقونو او بشر حقونو اړوند اندېښنو په اړه خبرې اترې شوې دي او د اُسلو غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شوی چې د اسلامي قانون په چوکاټ او افغاني ارزښتونو سره به سم نړیوال قوانین رعایت کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ چې یادې ناستې د دې لامل شوې ترڅو د طالبانو سرپرست حکومت ډېری نړیوالو اندېښنو ته مخامخ ځواب ووایي او ډېری غلط فهمۍ حل شي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې همداشان راغلي؛ چې د یادې ناستې لومړی ورځ له افغان شخصیتونو او د مدني ټولنې استازو سره خبرو ته ځانګړې شوې وه، چې د ګډې بیانیې د صادرولو لامل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یادې خبرپاڼې په پای کې د ورته ناستو دوام د باور جوړولو او بشري مرستو د جلب لپاره ګټور بللی او ورته ناستو په دوام یې هم ټینګار کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ