په قطر کې د اروپایي ټولنې او طالبانو د استازو لیدنه؛ ټولشموله حکومت دې جوړ شي

لخوا Aamaj News

اروپایي ټولنې اعلان کړی، چې وروستیو ورځو کې یې د طالبانو له استازو سره په قطر کې لیدلي او دې ټولنې یو ځل بیا په طالبانو ټینګار کړی؛ چې د ښځو حقوق دې مراعات کړي او د یو ټولشموله حکومت د جوړښت لپاره دې مثبت ګامونه پورته کړي.

اروپایي ټولنې تېره ورځ( یکشنبې د قوس ۷ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا خبرې اترې دوې ورځې وي.

د یادې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له هيئت سره په خبرو کې؛ د ډیموکراسۍ په ارزښت بحث شوی او یاده ټولنه د یو روڼ او ډله ییز ډول د اساسي قانون د بدلون راوستلو غوښتونکې شوې.

په ورته وخت کې؛ اروپایي ټولنې له طالبانو غوښتي چې په ریښتینې مانا د یو ټول شموله حکومت د جوړښت لپاره چې د قومي، سیاسي او مذهبي او جنسیتي پلوه د ښځو په ګډون ټول په لوړ پوړو چارواکو کې شتون ولري، ژر تر ژره مانا لرونکي ګامونه پورته کړي. د ښځو حقوق وساتل شي او بنسټیزو آزادیو او د نجونو پوهنې ته درناوی وشي.

د خبرو اترو دې لړۍ کې طالبانو هم ژمنه کړې؛ چې د اسلامي اصولو سره سم به د بشر حقونه، د ښځو او ماشومانو حقونه، د اقلیتونو حقونه، د رسنیو او د بیان آزادي به مراعات کوي او په ورته وخت کې؛ طالبانو ټینګار کړی، چې د نجونو او هلکانو لپاره به په برابر ډول د زدکړو لارې چارې برابروي.

اروپایي ټولنې یو ځل په افغانستان کې د تروریستي ډلو له فعالیت څخه اندېښنه څرګنده کړې.

خو د یاد اندېښنو په تړاو طالبانو ژمنه کړې؛ چې هېڅ ډله له افغانستان څخه د اډې په توګه د نورو هېوادونو د کواښلو لپاره ګټن نه شي اخیستی.

طالبانو په داسې وخت کې نړۍ ته دا ژمنه ورکړې؛ چې تېرو څو اونیو کې داعش ډلې په افغانستان کې خپل فعالیتونه څو برابره کړي.

بل پلو اروپایي ټولنې ویلي؛ چې پام کې لري د افغانستان اړمنو ښځو، ماشومانو او نارینه لپاره د بشري مرستو اصولو سره سم، مرستو ته دوام ورکړي، تر څو د اړمنو خلکو لاسرسی تضمین کړي. د دې سربېره اروپایي ټولنې د افغانستان خلکو د ګټې په موخه د مستقیمو مالي مرستو د څېړلو لپاره خپل چمتوالی اعلان کړی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

check out here November 26, 2023 - 6:15 pm

… [Trackback]

[…] Read More Info here on that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-15/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ