د طالبانو حکومت د صدراعظم ملا محمد حسن آخند سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ( دوشنبه، د دلوې ۴ مه) په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د جاپان له بشري مرستو ستاینه وکړه او زیاته کړې یې ده؛ چې طالبان غواړي له جاپان سره خپلو حسنه او تاریخي اړیکو ته پراختیا ورکړي.
کبیر د جاپان او نړیوالې ټولنې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو.
مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی؛ چې نړیواله ټولنه دې د فشار راوستلو پر ځای د تفاهم لاره خپله کړي او د دوی حکومت ډاډ ورکوي چې د افغانستان خلکو ټول بنسټیز حقوق خوندي دي.
د طالبانو حکومت د صدراعظم سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د دوی حکومت د په رسمیت پېژندلو ټول شرطونه پر ځای کړي او جاپان دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادولو او په رسمیت پېژندلو کې مرسته وکړي.
د جاپان سفیر، تاکاشي اوکادا په بریالي ډول د افغانستان اقتصاد کنفرانس ترسره کول، د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره مهم فرصت بللی.
د جاپان سفیر ، د جاپان ۱۰۰ میلیون ډالري مرستو د اعلان له یادونې سره ویلي؛ چې یادې مرستې به د کرهنې، پوهنې، د څښاک اوبو او حفظالصحې په برخه کې ولګول شي.
د یادونې وړ ده؛ چې یاده لیدنه کې، کابل کې د جاپان سفارت د پرانیستلو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.