د طالبانو پینځه میاشتنۍ واکمني؛ افغانستان په کوم لوري روان دی؟

لخوا Aamaj News

پینځه میاشتې وړاندې؛ د جمهوریت نظام ولسمشر وتښتېد او طالبانو یو په بل پسې د د کابل په ګډون د ولایتونو او ادارو چارې په لاس کې واخیستې او د دوی په وینا؛ له یوې جګییزې ډلې څخه په یو با مسوولیته مسوول باندې یې بدلون وکړ.

د آماج خبریال په افغانستان کې د طالبانو پینځه میاشتنۍ واکمنۍ په اړه د خلکو او پوهانو له لید لورو سره، د طالبانو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز چلند ته کتنه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو له واک تت رسېدو وروسته او د دوی له وېرې پر کابل هوایي ډګر د خلکو له هجوم څخه وروسته، اوس د طالبانو له لوري د ښځو حقونو، بیان آزادۍ، د خلکو جامو او ږیرو لپاره د خط څکولو او د یو ټول شموله حکومت نه جوړول او قومي چلندونه، او له وزارت خونو او ریاستونو څخه د مسلکي کسانو لرې کول، د دې لامل شوي چې د نړۍ او افغانستان خلکو زړونه د طالبانو له چلند ساړه شي. تا کړنه د دې لامل شوې چې طالبان نه کورني مقبولیت او نه هم نړیوال مشروعیت ته لاسرسی ومومي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزی په افغانستان کې د طالبانو حکومت پینځه میاشتنۍ واکمنۍ په اړه وایي؛ چې طاربانو په تېرو پینځو میاشتو کې د کورني او نړیوال رسمیت او مشروعیت لپاره کوم کار نه دی ترسره کړی. په ریښتیا هم د هرې ورځې له تېرېدو سره ټولنیز، کلتوري، ښوونیز، سیاسي او د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېږي.

بارکزۍ زیاته کړې؛ چې په افغانستات کې امنیت نه دی ټینګ شوی، اختلافونه او جګړې له منځه نن دي تللې، پراخ اداري فساد له منځه نه دی تللی او په ټوله کې چې باید دولتي ادارې بېرته جوړې شوې وای، نه دي شوې.

د نوموړې په وینا ” د نظام ټول بدن نیم دی؛ لومړی له دې امله چې ښځې پکې شتون نه لري، دویم له دې امله چې طالبان د یو هېواد د ادارې لپاره اړین توانایي نه لري او د چارو پرمخ وړلو څرنګوالي باندې نه دي بلد؛ له همدې امله دوی د خپلې واکمنۍ پینځو میاشتو کط ناکام و او هېڅ لاسته راوړنه یې نه درلوده.”

د تېرو دوه لسیزو سره په توپیر، ولې دا ځل هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني؟

بارکزی داسې وایي: “لومړی بحث حقوقي بحث دی؛ د طالبانو په رسمیت پېژندل ډېر لاملونه لري، چې له دې ډلې یو یې کورنی مشروعیت دی، ځکه کله چې یو نظام په کور دننه خپل مشروعیت نه وي ترلاسه کړی او د خکلو رایې یې نه وي ترلاسه کړې، سخته ده چې نور هېوادونه یې په رسمیت وپېژني. طاربان ملي مشروعیت نه لري. دویم بحث، سیاسي بحث دی؛ د هغه کسانو ډېری برخه چې نن په لویو دولتي چوکیو دنده ترسره کوي، هغه کسان دي چې ملګرو ملتونو سازمان او نورو سازمانو یې د پیدا کولو لپاره جایزې ټاکلې دي او په تور لېسټ کې دي. طالبان یوه ترورستي ډله ده؛ چې بې له شک څخه د نورو هېوادونو له لوري د دوی أه رسمیت پېژندل په اتومات ډول د دوی اقتصادي او سیاسي اړیکې تر پوښتنې لاندې راولي. له همدې امله ده چې حتا پاکستان چې د طالبانو اصلي مرکز او کور دی، نه دی حاصر شوی چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو خطر پر غاړه واخلي.”

طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته، له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م مال پورې د “افغانستان اسلامي امارت” تر نوم لاندې نږدې پر ټول هېواد حکومت وکړ. په دې کالونو کې، یوازې پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هغه درې هېوادونه و چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل. پر افغانستان د امریکا له برید وروسته چې له واک څخه د دوی د لرې کېدو لامل شو، دوی یوځل بیا ډېرژر د یو شورشي جنبش په توګه د امریکا د ملاتړ لرونکي دولت ” حامد کرزي” او نړیوالو ځواکونو “ناټو” په وړاندې وجنګېدل. د ۲۰۲۱م کال د اګېسټ په ۱۵ مه د کابل د سقوط په درشل کې، طالبان یوځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

آیا طالبانو بدلون کړی؟

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره وایي؛ چې طالبانو مثبت بدلون نه دی کړی.
نوموړې وویل: “طالبانو د چلند له لوري هېڅ مثبت بدلون نه دی کړی، بلکې منفي بدلون یې کړی. تېر ځل کله چې طالبان افغانستان ته راغلل دولتي ادارو، ښکلو کورنیو او نقلیه وسایلو شتون نه درلود چې دوی یې غلا کړي، خو نن د خلکو له اجازې پرته؛ د دوی د خصوصي حریم له نقظ کولو سره د دوی کورنو ته دننه کېږي او د دوی مال او توکي غلا کوي او حتا خپله ډوډۍ پر دوی چمتو کوي. د دې تر څنګ چې طالبان نه دي توانېدلي خلکو ته سهولت رامنځته کړي دوی خپله هم د خلکو لپاره یو تکلیف حسابېږي، ځکه دوی نتوانېږي خپله نفقه چمتو کړي او همداشان کړنې یې انتقام اخیستونکي دي.”

دا ټول په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره، دولتي پوهنتونونه بند شوي، خصوصي پوهنتونونو د نجونو او هلکانو د درسي ټولګیو په نیم ډول بېلولو سره خپلو درسونو ته دوتم ورکړی او په دوام کې له اوم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند پاتې دي. ښځې له خپلو دندو لرې شوې دي، رسنۍ د ګواښونو تر وروستي حد ګواښونو او سانسور سره کار کړي.

مجیب رحماني، د هغه یو خبریال مسعار نوم دی چې کابل کې له یوې خصوصي شبکې سره دنده ترسره کوي، نوموړی چې د سیاسي خپرونو د چمتو کولو مسوولیت هم پر غاړه لري وایي؛ چې طالبانو څو ځلې خپل کسان راولېږل او د حکومت نقد کولو بحث لپاره یې مسوولین تر فشار لاندې راوستل. د نوموړي په وینا: “موږ اړ یو تر څو د خپرونو موضوع د طالبانو په خوښه چمتو کړو، موږ حتا د کارپوهانو په ټاکلو کې هم ډېر پام کړو، ځکه نه شو کولی د طالبانو حکومت مخالفین خپرونې ته راوبولو.” 

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سازما د بشري حقونو شورا د نوي راپور پر بنسټ، د بشري حقونو ۳۵ متخصصینو یاد سازمان ته ویلي، چې طاذبان په پرله پسې ډول هڅه کړي تر څو افغان ښځې او نجونې له ټولنې لرې کړي. دغه متخصصینو د اګسېټ میاشتې وروسته په افغانستان کې د ښځو لپاره د شرایطو له خرابېدو څخه د خبر ورکړی او ویلي یې دي: “موږ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د سیاست، اقتصاد او ټولنې په برخه کې د طالبانو له لوري په سیستماتیک او پرله پسې ډول د ښځو لري کولو هڅو ته په اندېښنه کې یو.”

مدني فعاله او د افغانستان د ښځو د یوالي او تړون ټیم رئیسه، زهرا محمدي وایي: “طالبانو د خپلې واکمنۍ پینځو میاشتو کې، د عمومي عفوې ترڅنګ په ترورنو، نیولو، هدفي وژنو او د بیان آزادۍ نقض کولو ته دوام ورکړی او د نجونو په مخ یې ښوونځي وتړل او د ښځو لپاره یې یې قیدونه او شرطونه اېښي. طاذبانو د خپلو پینځو میاشتو واکمنۍ په ترڅ کې له خلکو سره هېڅ ډول نېک چلند نه درلود. له دې سره؛ رسنیو ته د خلکو لاسرسي کې یې محدودیتونه رامنځته کړي او سیمه ییزې رسني تر سختو فشارونو لاندې دي” د نوموړې په وینا؛د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو راټولېدنې له تاوترخوالي سره مخ کېږي او له دې سره غواړي د فحشا پراخولو په تور د مبارزو او لاریونوالو ښځو د فعالیتونو مخنیوی وکړي.

نوموړې وایي؛ چې نړیواله ټولنه نه باید په ډول طالبان په رسمیت وپېژني؛ ځکه طالبان د خپلو ژمنو خلاف کړنې ترسره کوي.

له دې سره، آغلې بارکزی د طالبانو په وړاندې د افغانستان ښځو له مبارزې څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دوی د ټولني نیمایي جوړوي او طالبان نه شي کولی له دې څخه سترګې پټې کړي.

طالبان له فارسي ادبیاتو او کلتور سره څه کړي؟

په افغانستان کې د طالبانو درې میاشتې حکومتوالۍ وروسته آماج نیوز د هېواد ۳۴ ولایتونو کې له یوې څېړنې سزه دا وموندله چې د طالبانو ۹۲.۵ سلنه کابینه پښتانه او ۱۰۰ سلنه طالبان دي. له هغې وروسته د فارسي ژبې ادیبانو او لیکوالانو تر منځ د فارسي کلتور او فارسي کلیمو لرې کولو په تړاو اندېښنو شتون درلود. آیا ریښتیا هم طالبان د فارسي کلتور او ادبیاتو لرې کولو په لټه کې دي؟ 

د هېواد شاعر او لیکوال، نجیب باور وایي چې د طالبانو جګړه، کلتوري او ژبنۍ جګړه ده. نوموړی وویل: “د طالبانو کلتوري جګړې مسئله په دقیق ډول ښکاره ده او ټول یې ګوري چې د طالبانو کړنې ډېرې سازماني دي. دوس د امان‌الله خان پر قبر ګلان ږدي خو د احمد‌شاه مسعود د قبر تیږې ماتوي، د عبدالعلي مزاري مجسمه له خاورو سره یو کوي، همداشان په هغه سیمو کې چې اوزییکان اوسې د لاریونونو لپاره د طالبانو ځانوژونکې ډله پوځي رژه ولاړل. له دې سره د نورو قومونو او فارسي په وړاندې د طالیانو د ضدیت مسئله له وړاندې روښانه وه؛ د طالبانو حکومت لومړۍ دوره کې پښتو خبرې کول خپله یو امتیاز بلل کېده، او که د طالبانو په ځواب کې مو په فارسي ژبه خبرې کړې وی، له تاوتریخوالي او جنایت سزه مخ کېدی.”

باور د طالبانو اوسني چلند ته په اشارې سزه وویل: “نن هم طالبان ډېر ښکاره چلندونه لري، په دې اړه لکه څنګه چې مو ولیدل د ښځو چارو وزارت لوحه  چې په دوه ژبو “پښتو او فارسي” لیکل شوې وه؛ ښکته کړه او په بشپړ ډول یې پښتو کړه او نېټه یې هم قمري کړه چې دا نېټه هېڅکله د افغانستان جغرافیه پورې اړوند نه وه، موږ شمسي نېټه لرو، د طالبانو کلتوري مخالفت سطحه خورا ژوره ده نه یوازې د فارسي ژبو په وړاندې، بلکې ټولو قومونو او اقلیتونو په وړاندې. پښتانه طالبان نور هېڅ هم په رسمیت نه پېژني او د ځینو قومونو د حقونو په وړاندې په پټه او فرسي کلتور په وړاندې په ښکاره ډول دښمني کړي. اوا دا دوښمني خورا څرګنده او ښکاره ده. په هغه ټولنه کې چې ۹۰ سلنه اوسېدونکي یې فارسي ژبي دي پر پښتو خبرې کولو ټینګار یو ځانګړی سیاست دی. چې له عمومي حقونو ډډه کړي چې دا د دې لامل کېږي چې وپوهېږو چې طالبان د یو ځانګړي فرهنګ په امر پسې دي چې په زور یې تپي. هماغه شان چې هېڅ پښوني حکومت د یادو مسایلو په وړاندې بې غوره نه و حتا پخوانیو حکومتونو له فارسي فرهنګ سره ښکاره دوښمني درلوده.”

آیا د خلکو د لوږې ستونزې به طالبان په ګونډو کړي؟

طالبانو کابل ته له دننه کېدو او د زور په ډول د قدرت په لاس کې نیول سره، د قیام او خلکو د لوږ ې فکر نه و کړی. خو قحطي او لوږه د یو هېواد د چارو پرمخ وړونکي او حتا یوې کورنۍ لپاره لویه ستونزه ده.
د ناورین نړیوالې ډلې په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان خلکو ته د مرستې نه رسېدلو په صورت کې به؛ قحطي او لوږه به له ۲۰ کاله جګړې څخه ډېرو افغانانو ژوند واخلي.

په یاد راپور کې راغلي چې، هغه بیوزلي او لوږه چې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې رامنځته شوې، ښایې د تیرو دوه لسیزو له بمونو، مرمیو او جګړو څخه هم د ډېرو افغانانو ژوند واخلي. د ناورین نړیواله ډلې، د افغانستان اقتصاد په مدیریت کې د طالبانو ناتوانایي او د بهرنیو مرستو بندیدل، د هېواد د بشري ناورین لاملونه بللي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د طالبان له واک ته رسېدو وروسته، بېوزلي او لوږه خپل اوج ته رسېدلې او کورنۍ د خپلو نورو غړو د ژوندي ساتلو لپاره اړ کېږي خپل ماشوم یا “پښتورګي” وپلوري.

سمیرا، د کابل پوهنتون یوې کارکوونکې مستعار نوم دی، د چې پاکارۍ په برخه کې کار کړي، نوموړې وایي: ” د طذابانو له لوري د معاش ترلاسه کولو سره چې پینځو میاشتو کې د دوه میاشتو معاش راکوي، حتا نشم کولی خپلو اولادونو ته وچه ډوډۍ چمتو کړم، کله هم د خپلو اولادونو دنیا ته له راوړلو څخه خجالت وباسم، په ځانګړي ډول هغه وخت چې نشم کولی دوی ته ډوډۍ چمتو کړم.” شکریه چې خاوند یې حګړو کې له لاسه ورکړی او د کورنۍ یوازینۍ ګټندویه ده وایي؛ چې نور ورته دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

سیاسي شننونکي په دې باور دي، چې که مو د تورې او نیزې په زور قدرت ترلاسه کړ خو د خلکو لپاره د ې اقتصاد او امنیت رامنځته نشو کړی، د خپلې ماتې لپاره باید ورځې وشمېرې.

د پلازمینې یو استوګن وایي چې د کار او ډوډۍ په نشتون کې د ژوند حکم مرګ دی. مانا که ډوډۍ او کار نه وي، له لوږې مرې، له دې سره اړ کېږو چې یا د ژوندي پاتې کېدو لپاره په انقلاب لاس پورې کړو او هغه رېیم چې د خلکو لپازه یې ډوډۍ نه شي چمتو کولی له منځه یوسو، په دواړو اړخونو کې اړ یو چې مرګ خطر ته غاړه ورکړو؛ موږ غوره بولو چې د انقلاب په لاره کې ومرو.

له دې سره؛ افغانستان په کوم لوري روان دی؟

د ټولشموله حکومت نشتون، شیندل شوی اقتثاد، قحطي او لوږه، د یوې منظمې کاري ادارې نشتون او له نننۍ نړۍ سره نه جوړښت د طالبامو په حکومت کې ذهنونه پییلي دي، چې افغانستان په کوم لوري روان دی. د مابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شننونکی احمد سعیدي په دې تړاو داسې وایي: “په ذوس وخت کې د افغانستان راتلونکی نامالوم دی، نړۍ او د افغانستان خلکو لا وروستۍ پرېکړه نه ده نیولې چې سبا څه باید وشي. ځینې له طالبانو څخه په ټول شموله حکومت راضي دي خو ځینې راضي نه دي. تر هغې چې افراطي او منځلاري طالبان لکه د حقاني او ملابرادر ډلې خپل منځ کې د حساب تسویه ونه کړي وضعیت به مالوم نه شي. بناً افغانستان سختې ورځې تېروي. که ټول شموله حکومت رامنځته نه شي، دهوا په ګرمېدو سره به د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د طالبانو حکومت په وړاندې جګړې او پاڅونونه پیل شي.”

طالبان بیا هم د تل په څېر وضعیت په کنټرول کې بولي، خو دا چې د پسرلي فصل کې به اقغانستان د کومو پېښو په تمه وي، وخت به ځواب ورکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ