د طالبانو په وړاندې کورني او نړیوال غبرګونونه؛ تمنا او پروانه چېرته دي؟

لخوا Aamaj News

د کابل پر سړکونو د لاریونوالو نجونو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیو‌خیل ورکېدل له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي.

له دې سره ملګرو ملتونو سازمان نن “شنبه، د دلوې ۲مه” د طالبانو له حکومت غوښتي چې د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابرهیم‌خیل د ساتلو د ځای په اړه مالومات وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو سازمان د دغه دوه ښځینه لاریونوالو له ورکېدو څخه اندېښنه ښودلې.

د کابل پر سړکونو د لاریونوالو نجونو له ډلې تمنا پریاني درې ورځې وړاندې د شپې ناوخته آماج ته د خپلې ویډیو په لېږلو سره وویل چې همدا مهال یې طالبان د کابل څلورمې حوزې اړوند پروان دو سیمه کې د کور شاته راغلي او غواړي په زور سره د دوی کور ته دننه شي.

تمنا پریاني په هغه وروستي غږیز پیغام کې چې آماج ته یې لېږلی و هغه کسانو ته چې د دروازې تر شا و او غږ یې اورېدل کېدو ویل؛ چې ولاړ شئ او سبا راشئ. خو دوی بیا هم د دروازې په خلاصولو ټینګار درلود.

د تمنا پریاني له ورکېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل؛ چې دوی یې نه دي نیولې او ورته ادعاوې د طالبانو بدنامولو او غربي هېوادونو کې د پناه اخیستلو لپاره دي.

د طالبانو استخباراتو هم په یو غبرګون کې وویل، چې ځینې په طالبانو د تور تړلو لپاره غواړي دوسیه جوړه او د غربي هېوادونو تابعیت ترلاسه کولو لپاره له هېواد بهر ولاړ شي.

خو اسوشیټډ‌پرس په یو راپور کې لیکلي چې طالبانو تمنا پریاني او درې خویندې یې له ځان سره بوولې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د لاریونوالو نجونو نیولو ته د ملګرو ملتونو سازمان، بشري حقونو بنسټونو او نورو نړیوالو سازمانونو د پام اړلو لپاره کمپاین پیل کړی.

تر اوسه شااوخوا د افغانستان ۱۲۰۰ هېوادوالو او بو شمېر مدني سازمانونو دغه لیک لاسلیک کړی.

لاتراوسه هم مالومه نه ده چې تمنا پریاني او پروان ابرهيم‌خیل چېرته دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ