‏د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نوې لارښونې وړاندې کړې

لخوا Aamaj News

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په خپلو نویو لارښوونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې، بې له استثنایي وختونو؛ باید د هېچا لخوا د خلکو شخصي حریم لکه کور، مبایل او الکترونیکي توکي ونه پلټل شي. 

له پورته امر سره سم؛ د امنیتي او قضایي بنسټونو له امر پرته د خلکو دوکانونو، تالارونو، هوټلونو او حمامونو پلټل منع دي. 

همداشان یاده اعلامیه کې راغلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده د هغه کسانو لخوا پر مخ وړل کېږي چې د یاد وزارت له لوري ورته دنده سپارل شوې او دې برخه کې یې پوره زدکړې کړې دي.

له دې سره؛ یاد وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره ځینې رسنۍ د دوی په وړاندې منفي تبلیغات کوي، دوی په یاده اعلامیه کې له رسنیو غوښتي چې دغه الهي امر سره مخالفت ونه کړي. 

بل پلو دوی له خپلو لاس لاندې کسانو غوښتي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر چارو په ترسره کولو کې له دیني او اخلاقي اصولو کار واخلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ