د قربانیانو کورنۍ: طالبانو یې غوږونه او د بدن نور غړي غوڅ کړي؛ له یوې اونۍ وروسته مو یې مړي وموندل

لخوا Aamaj News

د پخواني سرتېري ذبیح الله فقیري چې شپږ کاله وړاندې یې په نظم عامه ریاست کې خپله دنده پرېښې وه، کورنۍ یې آماج ته وایي؛ چې یوه اونۍ وړاندې طالبانو نوموړی د وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ څخه له خپل آښي قسیم سره یوځای بې له کوم دلیل بولی و. دوی زیاتوي؛ چې له یوې اونۍ وروسته یې نن د ذبیح الله او قسیم مړي په داسې حال کې ومندل، چې د بدن غړي یې په بې رحمانه ډول غوڅ شوي او بیا په قتل رسېدلي. 

له ذبیح الله دوه کوچني ماشومان “درې کلن او یو نیم کلن” پاتې دي. دوی وایي؛ چېرته ولاړ شو، هېڅوک او هېڅ ځای زموږ غږ نه اوري. 

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. 

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ