ملا یعقوب د پخواني حکومت افسرانو ته: راوګرځئ، موږ به تاسو ته تر تېر حکومت ډېر عزت درکړو، تاسې د افغانستان شتمني یاست

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د پخواني حکومت پوځیانو او پیلوټانو ته، چې له افغانستان څخه بهر تللي بلنه ورکړه چې هېواد ته یې راوګرځي. 

ملا یعقوب کابل هوایي ډګر کې د یو پروګرام په ترځ کې وویل: “موږ به تاسې ته تر پخواني حکومت ډېر مینه، درناوی او عزت درکړو.”

نوموړي زیاته کړې؛ چې بهر هېوادنو کې افغان افسرانو او پیلوټانو ته درناوی نه کېږي. 

همداشان؛ د طالبانو دفاع وزارت سرپرست پخواني افسران او پوځیان “د افغانستان شتمني وبلل.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ