د طالبانو ۵۰۰ ځواکونه د یوې دورې زدکړو ترلاسه کولو وروسته، له مرکزي قول اوردو څخه فارغ شول

لخوا Aamaj News

باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی، چې ۵۰۰ طالب ځواکونه د یوې دورې مسلکي او پوځي زدکړو ترلاسه کولو وروسته، کابل کې د ۳۱۳ مرکزي قول اوردو څخه فارغ شول.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت عقیدتي او کلتوري رئیس مولوي میر محمد متوکل، د دوی د فراغت په پروګرام کې وویل: ” له دې وروسته د چارو زمامداري پر تاسو ده، تاسې له خپلې عقیدې او راسخ ایماد سره له خپل ملت او دغه اسلامي نظام څخه حراست کړئ.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ