عباس ستانکزی: هر کمزوری د زورور پروړاندې له زوره ډک دی

لخوا Aamaj News

دغه څرګندونې د طالبانو د خارجه چارو مرستیال وزیر نن پکتیکا ولایت ته د کړي سفر پر مهال وکړې.

د طالبانو د خارجه چارو مرستیال وزیر نن پکتیکا ته سفر کړی و چې د سیاسي کمېسیون او رهبري شورا غړي، حاجي ذاهد احمدي او نورو لوړ پړو چارواکو یې ملتیا کوله.

په پیل کې د پکتیکا والي، مولوي عبدالله مختار له مرکز کابل څخه راغلي پلاوي چې مشري یې مولوي عباس ستانکزي کوله ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه.
دوی تل د طالبانو د مشرانو له هدایت سره سم کړنې مخ ته وړي څو هېواد او د هېواد خلکو ته په سم ډول کار شوی وي.

مختار زیاته کړه، امارت خپلو ټولو کړو وعدو ته ژمن دی او کړې وعدې په عمل بدلوي چې په پکتیکا کې یې تر یوه بریده عملي کړې هم دي.

نوموړي وویل، امریکا او ناټو چې ماتولی شو نو د افغانستان اقتصادي، سیاسي او نورې چارې هم ګړندۍ کولی شو او د هېواد د پرمختګونو لپاره تر بل هر چا ښه کار کولی شو خو دا کار وخت او د ولس کلک ملاتړ ته اړتیا لري.

د خارجه چارو مرستیال وزیر، مولوي عباس ستانکزي وویل، پکتیکا تل د تاریخ په زرینو کرښو کې ځای لري نو تمه ده د دې ولایت شملور او غیرتي ولسونه خپل غیرت او مېړانه د پخوا په شان وساتي او د نوي نظام کلک ملاتړ وکړي.

ستانکزي زیاته کړه، هر کمزوری د زورور پروړاندي قوي او له زوره ډک دی ځکه هېواد خپلواک شو او په هېواد کې اوس شرعي نظام نافظ دی.

نوموړي وویل، له یو پلوه د هېواد او له بل پلوه بیا سیاسي خپلواکي تر لاسه شوې چې د دې دواړو ساتل اوس یو ځل بیا تکلیفونه غواړي او باوري یم چې د افغانستان اصل او زړور بچیان به په سم ډول ساتنه ترې وکړای شي.

نوموړي دغه له هېواد څخه په تللیو افغانانو غږ وکړ چې خپل د خاپوړو وطن ته دي راشي او د دې هېواد د بډاینې او په ځانبساینې لپاره دي له دوی سره ګډ کار وکړي ځکه دوی په تېرو تېروتنو پسي نه ګرځي او عمومي عفوه یې کړې.

د دوی په خبره افغانستان ته که څوک په مېلمستیا راځي درنه یې کوي او که څوک په زور راځي بیا یې ښکر ماتوي او د ګران هېواد له لوېشت لوېشت خاورې به په بشپړې مېړانې دفاع او ساتنه کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ