په معروف باندې د امر او له منکراتو د نهیې وزارت د زدکړې او اصلاحاتو رئیس، مولوي عارف د کابل ښار نهمې حوزې ساتونکو سره په لیدنه کې له دوی غوښت، چې موټرچلوونکو ته دې لارښوونه وکړي چې موټر کې د سندرو له خپرولو مخنیوی وکړي او همداشان د لمانځه پر وخت خپل موټرونه ودروي او لمونځ په جماعت سره ادا کړي.
د افغانستان ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې یاده لیدنه کې؛ په موټرونو کې د بې حجابه ښځو په نه پورته کولو باندې د ټینګار سربېره ویلي، هغه سفرونه کې دې هم بې محرمه ښځې خپلو موټرونو ته نه پورته کوي چې له ۷۸ کیلومترو ډېر وي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې دې وروستیو کې پر معروف د امر او له منکراتو څخه د نهیې وزارت چارواکو د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې مسافرینو څخه په شخصي موټرونو کې پلټنې کړې دي او له موټر چلوونکي او نورو کسانو سره یې کورني نسبت په اړه له مسافرینو د پېژندپاڼې پر بنسټ پوښتنې کړې دي.