د پخواني پوځي ورور آماج ته: طالبانو مې ورور د واده له یو پروګرام څخه له ځان سره بوتلو؛ له برخلیک یې خبر نشته

لخوا Aamaj News

د دفاع وزارت پخواني افسر جګړن ذبیح الله سیرت ورور، ظهور سیرت آماج ته وایي؛ چې طالبانو نوموړی د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ کې د واده له یو پروګرام څخه له ځان سره بوتلو

د دغه پخواني پوځي ورور زیاتوي؛ چې طالبان له ذبیح الله سیرت څخه خپل پوځي امکانات غواړي او دوی یې له دوه ورځو راپدېخوا له برخلیک خبر نه لري.

د ذبیح الله د ورور په وینا؛ له دې امله چې زموږ ټوله کورنۍ پوځیان دي، طالبانو دا یوه بهانه نیولې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ