د طالبانو غړو او ځواکونو ته د ملا هبت‌الله لارښوونه: د عمومي عفوې فرمان رعایت کړی

لخوا Aamaj News

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله کندهار کې د طالب چارواکو او مسؤلینو تر منځ په یوه ناسته کې وینا کړې. نوموړي د طالبانو له غړو او ځواکونو غوښتي، چې د عمومي عفوې فرمان رعایت او د پخواني نظام پر کارکوونکو دې ظلم نه کړي؛ ځکه ظلم ښه پای نه لري. 

باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې همداشان هبت‌الله د طالبانو له غړو غوښتي، چې د پخواني نظام کارکوونکو ته دې د خپلو پخوانیو کړنو له امله سزا نه ورکوي. 

نوموړي ویلي؛ چې د افغانستان خلکو قدر او عزت په بل هېڅ هېواد کې نه ساتل کېږي. نوموړي خلکو ته لارښوونه کړې؛ تر څو په هېواد کې پاتې شي او همداشان قومي مشرانو او علماوو ته یې لارښوونه کړې، ترڅو خلکو ته ډاډ ورکړي چې له هېواد بهر نه شي. 

د باختر راپور کې راغلي؛ چې مولوي هبت‌الله له خپلو ځواکونو غوښتي، چې د پلټلو په وخت له خلکو سره نېک سلوک وکړي.

د طالبانو رهبر په داسې حال کې له خپلو ځواکونو د عمومي عفوې فرمان د پلې کولو غوښتنه کړې؛ چې وروستیو ورځو کې د پخواني حکومت د پوځیانو د نیولو او سزا ورکولو راپورونه خپاره شوي. 

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ