طالبان: په پنجشېر کې امنیت خوندي دی؛ په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده شوې

لخوا Aamaj News

پنجشېر کې د طالبانو له ماتې او د مقاومت جبهې د فعالیت له پراخېدو سره، په یاد ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي؛ چې پنجشېر کې ټوله‌ییز امنیت خوندي دی.

باختر دولتي خبري آژانس نن (شنبه د غبرګولي ۷مه) د پنجشېر اطلاعاتو او کلتور وزارت له رییس، مولوي نصرت الله ملک‌زاده څخه په نقل قول سره راپور ورکړی؛ چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې امنیت په بشپړ ډول خوندي دی او یاد ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

ملک‌زاده همداشان د په پنجشېر کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه هغه مالومات جې خواله رسنیو کې خپرېږي هم رد کړل.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې طالبان هېڅ ډولې ته د دولت ضد فعالیت اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د مقاومت ملي جبهې تېره ورځ د ویډیوګانو او اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې د څو چریکي بریدونو په لړ کې یې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ