د طالبانو نوی لښکر؛ مهر: پنجشیر به ډېر ژر په شمال کې طالبان له سقوط سره مخ کړي

لخوا Aamaj News

په نهو میاشتو کې چې طالبان واک ته رسیدلي، دوی په دوامداره توګه هڅه کړې چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت د دوی د حکومت د یوازیني لاسته راوړنې په توګه نړيوالو ته وښيي.

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي؛ چې طالبانو ته د سرتاسري امنیت مسئله خورا مهم ده. خو داسې ښکاري چې پنجشېر تر دې دمه د طالبانو لپاره په سرخوږي بدل شوی.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پخوانی ویاند جنرال مبین پنجشېر ته د طالبانو د تازه دمي ځواکونو د لېږلو د انځور په خپرولو خبر ورکړی. نوموړي ویلی: «هغوی له عمومي عفوې څخه ناوړه ګټه پورته کړه، نو اوس لږ په تمه شی.»

پنجشېر ولایت ته د طالبانو بیا لښکرکشي او دغه ولایت ته د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سفر د یو شمېر سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو د فعالانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت پخواني سلاکار بهار مهر ویلی چې پنجشیر به ډېر ژر په شمال کې د طالبانو د ماتي تجربه وکړي.

مهر په یوه ټویټ کې لیکلي، چې تېرو تجربو ته په کتو په پنجشېر کې د دښمن ماتې داسې مهال رامنځته کېږي، چې دوی د زیات شمېر ځواکونو په غلط تصور د ځمکو تر کنټرول راوستلوسره لا زیاته مرګ ژوبله ویني.

له بلې خوا د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار داوود ناجي د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي: «هغه حکومت چې کورني مشروعیت، نړیوال رسمیت، مالي خپلواکي او اداري ظرفیت نه لري او یوازې د جغرافیې د تسلط يې ځانګړنه او د جغرافیې له لاسه ورکول یې وېرونکی خوب ده.»

هغه زیاتوي چې په دې کار سره طالبانو په نطفه کې د وسله وال مقاومت د ځپلو اراده لري.

د ولسي جرګې پخوانی غړی عارف رحماني وايي، طالبان غواړي په خپل ټول توان سره مقاومت له منځه یوسي. هغه زياته کړې، چې طالبان پنجشېر ته د نويو سرتېرو په لېږلو سره غواړي په دغه ولايت کې پوځي ستونزه له یوه مخه کړي.

هغه په دې سره چې پنجشېر بشپړ چمتووالى لري څرګنده کړې چې ډېر ژر به له دغه ولايت څخه هلمند، کندهار، غزني، اروزګان، زابل، کونړ، خوست پکتيا او پکتيکا ته ډېر زیات تابوتونه ولېږدول شي.

خبریال حامد حیدري ویلي: «پنجشېر ته د طالبانو نوې لښکرکشي، هغه دره چې په تیرو نهو میاشتو کې د طالب مشرانو لپاره یو لوی سرخوږی دی، په ډاګه به شي چې ایا دا نوې لښکرکشي به د اندراب او پنجشېر د جګړې برخلیک یو اړخیز کړي او که نه. راتلونکې ورځې او اونۍ به د مقاومت برخلیک ټاکي.»

پنجشېر ته له سویل څخه د نویو جنګیالیو استول په داسې حال کې کیږي چې دغه ولایت په وروستیو اونیو کې د طالبانو او د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و او طالبان تر اوسه په دې جګړه کې بریا نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ