د طالبانو کورنیو چارو وزارت: د مبایل پلورونکي باید د پېرېدونکو مالومات ثبت کړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ځیرک مبایلونو پلورونکو ته امر کړی دی، چې دوی مکلف دي، د پېرېدونکي مالومات او د مبایل (آی‌ام‌اي) په یو ځانګړي فورم کې چې د دې وزارت لخوا ورکول کېږي ثبت او راجستر کړي.

دې وزارت نن (پنجشنبه، د کب ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د مبایل پلورونکو ټولڼې سره د «امنیت او له جرمونو څخه د مخنیوي» لپاره نیول شوې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداشان هټۍ‌والو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له دې پرېکړې څخه د سرغړونې په صورت کې، له پلورونکي او پېرېدونکي سره به قانوني «چلند» وشي.

د طالبانو دا امر په داسې حال کې دی، چې له دې وړانډې یې د پنجشېر په ګډون یو شمېر ولایتونو کې له ځيرکو مبایلونو ګټه اخیستنه منع کړې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ