پاکستان کې د تاجېکستان سفیر: افغانستان کې دې د ټولو توکمونو په ګډون حکومت جوړ شي

لخوا Aamaj News

په اسلام آباد کې د تاجېکستان سفیر ویلي؛ چې ټول په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو غوښتونکي دي. نوموړي زیاته کړې چې پاکستان او تاجېکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات جوړولو لپاره ګډ تمایل لري. تر څو ټول له سیمه‌ییز وصل څخه برخمن شي.

په اسلام آباد کې د تاجېکستان سفیر عصمت‌الدین ناصرالدین یوه خپرونه کې پاکستان راډیو ته ویلي چې پاکستان د جګړه ځپلي افغانستان کې د شرایطو جوړولو کې مهم رول لوبوي تر څو دا هېواد ثبات ته ورسېږي.

نصرالدین افغانستان د مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د وصل زنځېر نومولی. نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې له ثبات پرته، د دوه ګاونډیو سیمو هېوادونو ترمنځ اړیکو پراختیا کې به هېڅ ډېروالی را نه شي.

نوموړي زیاته کړې: «افغانستان کې د یو ټول‌ګډونه حکومت د جوړښت لپاره باید ټول هڅې وکړو تر څو ټول توکمونه د سولې او هوساینې امنه ټولنه ولري.»

نوموړي همداشان د پکن د رول په اړه وویل: «چین په سیمه کې یو لوی ځواک دی چې افغانستان کې ګټې لري او موږ د افغانستان د مسایلو لپاره د حل لارې موندلو کې له یو بل سره کار کړو.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو څخه نږدز لس میاشتې کېږي، خو لاهم هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ یو شرط د ټول ګډونه حکومت جوړول دي؛ خو طالبان وایي چې د دوی حکومت ټول ګډونه دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ