سرچینې آماج ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعرف وزارت مامورین نن د تخار پوهنتون محصلینو ته اجازه نه ده ورکړې، چې پوهنتون ته له چادرۍ او داسي نقاب پرته چې يوازي یې دوو سترګو لیدل کيږي ننوځي.
له بلې خوا یوې بلې سرچینې آماج ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف یو محتسب مولوي هادي د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار د شهروان په پله یوه ښځه پر مخ په څپېړه وهلې ده.
د سرچينې په وينا، پېښه په داسي حال رامنځته شوې، چې د دغي مېرمن سره یو نارینه هم و.
دا ټول په داسې حال کې دي چې طالبانو د محدودیتونو په دوام په دې وروستیو کې «چادرۍ او نقاب» د ښځو پر پوښښ وضع کړي.
د طالبانو دې پرېکړې پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول.
یو شمېر ښځو د طالبانو د پوښښ په اړه د نوي فرمان په غبرګون کې ويلي چې طالبان ښځو ته سپکاوی کړی دی.
دغو مېرمنو ویلي چې د طالبانو له خوا د پوښاک کوم ډول چي دوی ته تعيين شوی نه اسلامي دی او نه کلتوري، دا یوازې یو ابتدايي او قومي پوښښ دی.