په تخار کې سیمهییزي سرچینې آماج ته وایي چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو، په دې ولایت کې د پخواني حکومت د ولسي پاڅون یو قومندان نیولی.
د سرچینې په وینا د ولسي پاڅون دغه پخوانی قومندان د جمعې (غبرګولي ٢٧مه) په ورځ، د تخار ولایت مرکز، تالقان ښار کې نیول شوی دی.
سرچینې زیاتوي نوموړی هغه مهال د طالبانو د استخبارات لخوا ونیول شو چې غوښتل یې په تخار کې د مقاومت جبهې له ځواکونو سره یوځای شی.
سرچینې دغه قومندان، قاری رحمتالله فروتن یاد کړی او ویلی چې نوموړي د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون یو قومندان و.
د سرچینې په وینا، قاري رحمتالله، څو کاله وړاندي د طالبانو په لیکه کې و؛ خو د کشم ولسوالۍ لپاره د طالبانو د اوسني قومندان، قاري سعادت د ورو، قاري علي له وژل کېدو وروسته د تېر حکومت ملي امنیت ته تسلیم شوی و.
په تخار کې د طالبانو ځایي چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي.