د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ د امنیت پخواني مدیر زوی د طالبانو له وهلو ډبولو لاندې ژوند له لاسه ورکړ

لخوا Aamaj News

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته مني؛ چې اونۍ وړاندې طالبانو د یاد ولایت د بهارک ولسوالۍ د امنیت پخواني مدیر زوی عبدالظاهر د خپل کور له لارې له ځان سره د یادې ولسوالۍ قرارګاه ته بوولی وو.

سرچینې زیاتوي؛ چې نوموړي تېره شپه د طالبانو تر وهلو او ډبولو لاندې ژوند له لاسه ورکړی.

په تخار کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین په دې اړه څه نه وایي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واک ته رسېدو وروسته، عمومي عفوه اعلان کړې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ