د تخار کلفګان ولسوالۍ کې د مقاومت چریکیانو د برید پایله کې درې طالبان ووژل شول

لخوا Aamaj News

تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې یاد ولایت کې پینځه طالبانو له مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.

یادې سرچینې آماج ته وایي چې تېره شپه (شنبه د زمري ۲۹مه) د تخار کلفګان ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه قرارګاه د مقاومت چریکیانو د برید په پایله کې درې طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې (جمعه د زمري ۲۸مه) د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ په سر آسیاب سیمه کې هم د مقاومت جبهې د ځواکونو په کمین کې ۴ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ