دوه بېلې پېښې؛ کاپیسا او تخار کې طالبانو پینځه تنه د غلا او اخلاقي فساد په جرم په دورو وهلي

لخوا Aamaj News

سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې درې تنه د غلا په جرم په دورو وهلي.

په ورته وخت کې؛ کاپیسا کې بلې سرچینې هم آماج ته ویلي چې طالبانو د یاد ولایت نجراب ولسوالۍ کې هم د اخلاقي فساد او نشه‌يي توکو د خپرولو په جرم دوه تنه په دورو وهلي.

د یادو سرچینو په وینا، یادو کسانو ته د یوې صحراحي محکمې په حکم د خلکو په وړاندې سزا ورکړل شوې.

په صحراحي محکمو کې د طالبانو دا په دورو وهل په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې د طالبانو د صدراعظم مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي وو؛ چې د افغانستان هېڅ ځای کې به چاته د صحراحي محکمې اجازه ورنکړل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ