د مقاومت جبهې ځواکونو د تخار ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې د طالبانو دامنيې قوماندانۍ پر ودانۍ بريد وکړ

لخوا Aamaj News

په تخار ولایت کې سیمه ییزي سرچینې آماج ته وایي چې د مقاومت جبهې ځواکونو د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید کړی دی.

د سرچينې په وینا، دغه بريد نن سهار (جمعه، د سنبلې ١٨مه) تر سره شوى دى.

سرچينه زياته کړې چې مقاومت کوونکو په کلفګان ولسوالۍ کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ څو راکټونه توغولي چې څلور راکټونه په ودانۍ لګېدلي او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې په وینا د دغه راکټي بريد په پايله کې د طالبانو يو رينجر موټر سوځېدلی دى.

تر اوسه د دغه برید د مرګ ژوبلې کره جزیات نه دي په ډاګه شوي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلي خوا په دغه ولايت کې سرچينې وايي چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د تخار ولايت له بهارک ولسوالۍ څخه د څلورو طالبانو جسدونه د تخار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. د سرچينې په وینا، د تخار پخوانى والي، مولوي نورالدين ته نږدې کس معاذ مړی هم په دې ډله کې دى.

تر اوسه د طالبانو د دغو کسانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي په ډاګه شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ