د تخار ولایت سیمه ییزي سرچینې آماج ته وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو ازبېک قومندان، قاري صفيالله مشهور په معاذ وژل شوی دی.
سرچينې نن (چهار شنبه د وږي ۱۶مه) وایي چې د طالبانو دغه غړى د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ په زاړه ښار کې د وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.
د سرچينې په وینا، نوموړى له څو ورځو راهيسې د ناپېژاندو کسانو له لوري تر بندي کېدو وروسته سخت شکنجه شوى او ټپي شوى، او روغتون ته تر لېږدولو وروسته، تېره ورځ ساه ورکړې ده.
د یادولو وړ ده چې قاري معاذ په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د استخباراتو غړی و او څو ورځې وړاندې د تخار ولایت، دشت قلعه ولسوالۍ کې خپل کور ته په رخصتي تللی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
2 تبصرې
… [Trackback]
[…] Information to that Topic: aamajnews24.com/ps/takhar-94/ […]
… [Trackback]
[…] Read More on that Topic: aamajnews24.com/ps/takhar-94/ […]