تخار کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې د یاد ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې ځواکونو د طالبانو امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید کړی او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرچینو په وینا دا برید تېره شپه (شنبه د وږې ۱۲مه) ۱۱بجې شوی او د دواړو خواوو تر منځ نښتې د نن سهار تر ۱ بجې له سپکو او درنو وسلو په کارولو سره دوام درلود.
د یادې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېرو څخه لا مالومات نشته.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.