تخار کې له طالبانو سره د مقاومت کوونکو نښته؛ اووه تنه طالبان او د مقاومت جبهې یو غړی ووژل شول

لخوا Aamaj News

د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې سیمه‌ییزې سرچینې د طالبانو او مقاومت جبهې د ځواکونو تر منځ له نښتې خبر ورکوي.

سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د تخار ولایت ورسج حوض او یغنان کلیو کې د مقاومت جبهې پر پوستو برید کړی.

د سرچينې په وینا، یاده نښته نن ماښام (شنبه د وږي ١٢مه) پاى ته ورسېده او په پايله کې يې اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې نښته کې د مقاومت جبهې یو غړی وژل شوی او یو بل ټپي دی.

طالبانو او مقاومت جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ