سرچینې آماج ته وایي؛ چې د تخار ولایت د استخباراتو رئیس عتیقالله بهیج سیمه ییز خبریالان د استخباراتو ریاست ته غوښتي او ګواښلي یې دي.
سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي؛ چې د تخار د استخباراتو رئیس ویلي چې هېڅ خبریال دې د طالبانو د غوښتنو خلاف حرکت نه کړي او ټول راپورونه دې د دوی تر نظر لاندې وي او خپلو راپورونو کې دې مقاومت جبهې ته د شر او فساد ډلې نوم ورکړي.
د تخار د استخباراتو رئیس زیاته کړې؛ چې له رسنیو دې د ښځو غږ نه خپروي او له رسنیو دې سندرې نه خپرېږي.
بل پلو، تېره ورځ د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم خبریالان غوښتي و او ګواښ یې کړی و چې د طالبانو د پالیسۍ سره سم دې کړنې کړي. هغه موضوع چې وروسته یې رد کړه.
دا په داسې حال کې ده؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد ډېری رسنۍ د مالوماتو له کمښت او سانسور سره لاس او ګریوان شوي او د ځینو رسنیو دروازې هم تړل شوې.