طالبانو په تخار کې دوه ملکي وګړي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور په ډزو ووژل

لخوا Aamaj News

په تخار کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې دوه ملکي وګړي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي دي.

د سرچينې په وینا، دغه پېښه د جمعې په ورځ (د سنبلې ١١مه) د تخار ولايت د ورسج ولسوالۍ د دهنه شره په کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو دغه دوه ملکي کسان دوې میاشتې وړاندې د دغه ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي وو.

طالبانو په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Google November 21, 2023 - 5:40 pm

… [Trackback]

[…] Find More here to that Topic: aamajnews24.com/ps/takhar-87/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ