طالبانو په تخار کې لس ملکي کسان ونیول

لخوا Aamaj News

په تخار کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د خپلوانو لس ملکيان نیولي دي.

د سرجینې په وینا طالبانو دغه کسان تېره ورځ (چهارشنبه، وږې ۹مه) د تخار له رستاق ولسوالۍ څخه نیولي دي.

سرچينې زياته کړې چې طالبانو دغه لس کسان نن د تخار مرکز تالقان ښار ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو په پنجشېر کې لسګونه ولسي وګړي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور او پر دغې جبهې د فشار راوړلو په موخه نيولي وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ