په تخار کې سیمه ییزي سرچینې آماج ته وایي چې یوې ځوانې نجلۍ په فجیع ډول په ځان وژنې لاس پوری کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
دا پېښه نن (چهارشنبه، وږې ۹مه) د تخار ولایت په دشت قلعه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، دغې ځوانې نجلۍ له خپلې مور سره تر لفظي شخړې او تاوتريخوالي وروسته لومړى د موږکانو دوا خوړلې بيا يې ځان په چړو وهلى او په پاى کې يې ځان ته اور ورته کړى او ساه ورکړې ده.
په دې وروستیو کې د تخار ولایت د کوکچې هاخوا ولسوالیو کې د ځوانانو تر منځ د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.