په تخار کې د پاکستاني پښتنو ځای پر ځای کول؛ طالبانو یو ځل بیا سلګونه کورنیو ته د کډي امر کړی دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان په شمال کې د پاکستاني پښتنو د ځای پر ځای کولو په دوام کې، سرچینې آماج ته وایي چې د کوچیانو یوه بله لویه ډله د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ ته رسېدلې ده.

د سرچينې په وينا، د دغو کورنيو په راتګ سره طالبانو د دغه ولايت په خواجه بهاوالدين کې سلګونو کورنيو ته د کډي امر ورکړی دی.

د سرچینو په وینا طالبانو د کتک جر او لاله ګذر کلیو خلکو ته امر کړی چې ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدي ترڅو دا خلک هلته ځای پر ځا شي.

ځايي خلک وايي چې ډېری دغه کسان له ځان سره ټوپک لري او د دوی لهجه د افغانستان سویلي سیمو له خلکو سره سمون نه خوري.

په تخار کې د طالبانو په زور د سلګونو کوچیانو او غیر افغان وګړو کورنیو ځای پر ځای کول له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او ځینې د طالبانو دغه اقدام له غیر پښتنو څخه د ستراتیژیکو سیمو د خالي کولو لپاره یو نوی فاشیستي پلان بولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ