د تخار اشکمش لپاره د طالب استخباراتو مدیر چې له مقاومت کوونکو سره په نښته کې ټپي شوی وو، مړ شو

لخوا Aamaj News

تخار ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د یاد ولایت اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالب استخباراتو مدیر قاري فېروز چې د مقاومت جبهې له ځواکونو سره جګړه کې ټپي شوی وو، مړ شو.

سرچینې نن (سه‌شنبه د زمري ۲۵مه) وایي قاري فېروز چې تېره ورځ د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې له ځواکونو سره نښته کې ټپي شوی وو، نن یې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړ.

سرچینو څرګنده کړې؛ چې د اشکمش د ولسوال مخدوم ذبیح‌الله وضعیت چې له مقاومت کوونکو سره نښته کې ټپي شوی، هم ترینګلی دی.

د سرچینې په وینا؛ د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د تېرې ورځې نښتې له امله شپږ طالبان وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ