د یوه ځوان سړي مړی د تخار له کوکچې سیند څخه وموندل شو

لخوا Aamaj News

په تخار ولایت کې سیمه ییزي سرچینې آماج ته وایي چې د یوه ځوان سړي جسد د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د کوکچې له سیند څخه موندل شوی دی.

د سرچينې په وینا د دغه ځوان مړى پرون (دوشنبه، زمري ١٧مه) د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ د زور برون له کلي ترلاسه شوى دى.

سرچينه زیاتوي چې تر اوسه د دغه ځوان کورنۍ نه ده موندل شوې.

دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند، مبين صافي د پېښي د پخلي تر څنګ ویلی چې د دغه سړي جسد د تخار ولايتي روغتون ته لېږدول شوى او د نوموړي د قتل د څرنګوالي په اړه څېړني پیل شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ