تخار کې یو کس خپل ورور ووژلو

لخوا Aamaj News

تخار ولایت کې یو کس خپل ورور په ډزو ووژلو

تخار ولایت کې د طالبانو امینه قومندانۍ د عامه اړیکو او مطبوعاتو آمر عبدالمبین صافی وایي چې د سهارګل په نوم یو کس چې د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د شور تغي کلي اوسېدونکی وو، د خپل ورور جمعه ګل لخوا په قتل رسېدلی.

د نوموړي په وینا دا پېښه تېره شپه (جمعه د زمري ۷مه) پېښه شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ چې جمعه ګل خپل ورور د «چره‌یي» ډوله وسلې د مرمۍ په ډز سره په قتل رسولی.

نوموړي زیاته کړې چې مظنون له سیمې تښتېدلی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ