طالبانو په تخار کې څلور تنه ونیول

لخوا Aamaj News

په تخار کې سیمه ییزي سرچینې آماج ته وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې څلور تنه نیولي او له هغوی یې وسلې غوښتې دي.

سرچينې دغه کسان مقتدر، عبدالحميد، هدايت الله او وليد ياد کړي او ويلی چې یاد کسان د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ نيول شوي دي.

د سرچینې په وینا طالبانو دغه کسان د تخار د فرخار ولسوالۍ له کجدرې کلي څخه نيولي دي.

د دوی خپلوان وايي چې دوی له کومې ډلې سره تړاو او وسلې نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ