طالبانو په تخار کې یو پخوانی پوځي ونیو

لخوا Aamaj News

په تخار کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر، سید وارث سادات د طالبانو لخوا د دغه ولایت د فرخار ولسوالۍ له خفدرې کلي څخه نیول شوی دی.

د سرچینې په وینا نوموړی تېره ورځ (چهار شنبه، زمري ٥مه) د طالبانو غړی، قاري ذبیح الله لخوا نیول شوی او د یادي ولسوالۍ چمن خسدې پوستې ته انتقال شوی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ