په تخار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو آماج ته وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې په یوه تلاښۍ تم ځای کې د ریتا په نوم پر یوې ۲۲ کلني نجلۍ ډزي کړي دي.
د سرچينو په وینا، دغه پېښه نن سهار (سه شنبه، زمري ٤مه) شاوخوا ١١ بجې د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې له قوله دغه نجلۍ اوس د تخار د ولايتي روغتون د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې د کوما په حالت کې ده.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړۍ پېښه نه ده، چې په هېواد کې د طالبانو لخوا له ملکي وګړو سره دا ډول چلند کېږي.
په تخار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، مبین صافی وايي، دغه ځوانه نجلۍ هغه مهال د طالبانو په ډزو ټپي شوه کله چې نن له غرمې مخکې یو مجرم له زندانه تښتېدلی و او د دوی ځواکونو د هغه د نیولو په هڅه کې وو، چې ناڅاپه مجرم د دوی پر ځواکونو ډزې وکړې.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Info on that Topic: aamajnews24.com/ps/takhar-52/ […]