تخار کې طالبانو یو ګونګ کس په ډزو وژلی

لخوا Aamaj News

تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د تامیناتي مسوول مولوي محسن هاشمي ځواکونو یاد ولایت کې د محمد امین په نوم یو ګونګ کس په ډزو وژلی.

د سرچینې په وینا یاد کس (شنبه ورځ د زمري لومړۍ) د فرخار ولسوالۍ په خانقاه سیمه کې د مولوي محسن هاشمي اړوند د قومندان لعل محمد په امر وژل شوی.

د سرچینې په خبره، محمد امین ۳۸ کال عمر درلود او له هېڅ جرم پرته په ډزو وژل شوی.

خو طالبان تل د ملکي وګړو وژنې رد کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ