تخار کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې د مقاومت جبهې د یاد ولایت په فرخار کې د طالبانو یو «هایلکس» موټر موخه ګرځولی.
سرچینې زیاتوي؛ چې د یاد راکټي برید په پایله کې، دوه طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي.
دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه د چنګاښ ۳۰مه) ماښام د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ په یوخ سمیه کې شوې.
دا په داسې حال کې ده؛ چې تېره ورځ هم د طالبانو یو رنجر ډوله موټر د مقاومت جبهې د برید موخه وګرځېد چې په پایله کې یې درې طالبان ووژل شول او درې تنه نور یې ټپیان شول.