طالبانو په تخار کې دوې ښځي د درغلي په تور و نیولې

لخوا Aamaj News

په تخار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو آمر، عبدالمبین صافی وایي چې په یاد ولایت کې دوې ښځي د درغلي په تور نیول شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د خبرپاڼي له مخي یادي ښځي نن (چهار شنبه، چنګاښ ٢٨مه) د تخار ولایت مرکز، تالقان ښار د څلورمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د خبرپاڼي له مخي دغي دوې تنې د بهرني دفتر د کارکوونکو په پلمه، له ښځو پیسې ټولولې.

د خبرپاڼي په دوام کې راغلی چې د یادو تورنو لومړني څېړني پیل شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ