سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې تخار کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ له وسلې سره د انځور اخیستو پر مهال ځان وژلی دی.
سرچینې نن (یکشنبه د چنګاښ ۲۶مه) زیاتوي؛ یوې ۱۹ کلنې نجلۍ هغه مهال چې غوښتل یې له وسلې سره یادګاري انځور واخلي، لاس یې د وسلې ماشې ته تللی او په ناڅاپي ډول یې پر ځان ډز کړی او په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینې زیاتوي؛ چې دا پېښه د تخار ولایت مرکز تالقان ښار اړوند نهرچمن سیمه کې شوې.
ویل کېږي چې یاده نجلۍ له یادې پېښې له پېښېدو وړاندې لومړی ټپي شوې وه او روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړی.