تخار کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ په ځان وژنه لاس پورې کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.
د سرچینې په وینا؛ دا پېښه تېره ورځ( یکشنبه د چنګاښ ۱۲مه) د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې شوې ده.
یاد ولایت کې د ژالبانو امنیتي سرچینې دا پېښه مني او لامل یې کورني تاوترخوالي بولي.
سرچینې زیاتوي چې یاده نجلۍ کوژدنه هم وه او هیله وه نږدې وختونو کې واذه وکړي.
افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول تخار ولایت کې د ځان وژنې پېښې په بې کچې ډول ډېرې شوې دي.
بېوزلي، کورني تاوتریخوالي، د کم عمر او له رضایت پرته ودونه په هېواد کې د ځان وژنو عمده لاملونه بلل کېږي.