سرچینې آماج ته وايي چې له څو ورځو را په دېخوا طالبان تخار پوهنتون کې د نجونو لیلیې ته په بېلابېلو بهانو دننه کېږي او د ښځينه زدهکړیالانو د ځورونې لامل کېږي.
دا سرچینه د نجونو لیلیې له دننه څخه د انځورونو په را استولو سره وایي؛ چې یو شمېر طالبانو د وضعیت څېړلو په بهانه د دوی په ځورونه لاس پورې کړی.
بل پلو د یو شمېر زدهکړیالانو کورنۍ د طالبانو له دې کړنې څخه په نیوکه کولو سره وایي؛ چې طالبان حق نه لري هرلکه چې یې زړه وغوښتل د نجونو لیلیې ته دننه شي او له زدهکړیالانو پوښتنې وکړي.
د سرچینې د روایت پر بنسټ؛ څه موده وړاندې د طالبانو په ملاتړ یو پروګرام جوړ شوی وو، چې هلته نجونې په زور سره ګډونه ته اړ کړل شوې وې او هغوی چې ګډون ونه کړ او یا یې په پروګرام کې له طالبانو څخه په نیوکه کولو سره خبرې وکړې، ونیول شوې.
له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبانو څه باندې ۳۰ زدهکړیالانې له اجازې پرته له لیلیې څخه د وتلو په تور نیولې وې.
یو شمېر زدهکړیالانې آماج ته وایي؛ په داسې وضعیت کې چې هېواد له اقتصادي ناورین، بېکارۍ، بېوزلۍ، ناامنۍ او خونړیو جګړو سره لاس او ګرېوان دی کومه انګېزه د دې لامل کېږي چې «د ښځو لپاره اجباري نقاب» د طالبانو لومړيتوب شي؟
په تخار کې سیمهییزو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.